په نیمروز ولایت کې د دوو چاودنو په پایله کې د کنګ ولسوالۍ قومندان له خپلو دولسو سرتیرو سره خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.
د نیمروز سیمه ییز چارواکي وایي یو شمیر پولیس سرتیري د کنګ ولسوالۍ شاوخوا پوستو د تجهیز په حال کې وو چې تانګ یې د واټ تر غاړې ماین سره مخ شو چې په پایله کې شپږ پولیس سرتیري مړه او یو بل کس هم ټپي شوی دی.
د کنګ ولسوال غلام رباني آرزو ټلویزیون ته وایي له دې پيښې وروسته د دې ولسوالۍ د قومندان موتر کله چې د لومړۍ پيښې ځای ته تلو د واټ تر غاړې ماین سره مخ شو چې په پایله کې دا قومندان له خپلو پنځه سرتیرو سره خپل ژوند له لاسه ورکړ.