1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د هرات خبریالانو د ولسمشر خبري ناسته تحریم کړه

140575132_3623190471090502_6497769358585291883_n
21 Jan 2021

ولسمشر غني نن سحار (پنځنۍ، سلواغې دویمه)، د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ د هرات ولایت د حالت د ارزولو په موخه دې ولایت ته سفر وکړ، خو خبریالان د هرات له سیمه ییز پازوال سره د ولسمشر خبري ناستو د پوښښ لپاره ونه بلل شول.

 

خو وروسته له هغه چې د هرات سیمه ییزې ادارې، خبریالان د دواخانه مینه پال خبري ناستې د پوښښ لپاره وبلل، خبریالانو دا ناسته تحریم کړه او پوښښ یې ورنکړ.

یو شمیر خبریالان وایي د دې له کبله چې ولسمشر غني هڅه لري چې د رسنیو د لید لرې، په هرات کې دوه ورځې پاتې شي، په یوه ټولیزه پریکړه کې یې د ولسمشر د ویاند د مرستیال خبري ناسته تحریم کړه.

په هرات کې د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې مشر، همایون نظري آرزو ټلویزیون ته وویل: تمه کیده چې هرات ته د ولسمشر په دې سفر کې، د خبریالانو د امنیتي حالت پیچلتیا ته په کتو سره، ولسمشر له رسنیزې ټولنې سره ناسته ولري، خو د ولسمشر په اجنډا کې خبریالانو ځای نه درلود او حتې ولسمشر په خپلو ناستو کې خبریالانو ته بلنه ورنکړه.

ښغلي نظري د رسنیو له پامه غورځول، د وینا خپلواکۍ ته سپکاوی او اطلاعاتو ته د لاسرسي محدوده کول وبلل.

په هرات کې سیمه ییز خبریال، شراف الدین کاکړ هم وویل چې هرات ته د ولسمشر د سفر په اجنډا کې د رسنیو ځای نه لرل، د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیزې څانګې بې برنامه ګي ښيي. له همدې کبله، خبریالانو د ولسمشر د ویاند د مرستیال ناسته تحریم کړه.

د هرات ولایت رسنیزې ټولنې همداراز هیښتیا ورکړه، تر هغه چې ولسمشر خپله خبري ناستې ته حاضر نشي، په هیڅ ډول به په خبري کنفرانسونو او حتې د ولسمشر د لومړي مرستیال په خبري کنفرانس کې ګډون ونکړي.

د ګزارشونو پر بنسټ؛ دا په دوو ولسمشریزو پړاوونو کې هرات ته د ولسمشر غني نهم سفر دی.

یو شمیر مدني فعالان او د هرات د ولایتي شورا غړي هم وایي چې ولسمشر هرات ته په خپل سفر کې په خپلو ټولو ژمنو عمل ندی کړی او د پروژو بنسټ ایښودنې هم ننداریزې وې.