1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د هرات-خواف اوسپنیزه لار په رسمي بڼه پرانیستل شوه

خواف-هرات-دو
10 Dec 2020

د دواړو هیوادونو ولسمشرانو د هرات-خواف اوسپنیزې کرښې د لارې په پرانیست غونډه کې وویل چې دا پروژه به افغانستان د ایران له لارې له منځني ختيځ او اروپا سره ونښلوي او د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ به هم لا پراخې کړي.

 

د خواف ــ هرات د وسپنې د پټلۍ جوړیدو لپاره له دیارلس کالونو کار وروسته، نن (پنځنۍ، لیندۍ۲۰)، د افغانستان او ایران ولسمشرانو د سوداګریزو توکو لیږد رالیږد لپاره د دې لارې د پرانیستلو فرمان ورکړ.

ولسمشر غني او د ایران ولسمشر حسن روحاني چې په دې مراسمو کې په پرلیکه بڼه وینا کوله، دا پروژه یې تاریخي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي ودې لپاره د ارزښت وړ وبلله.

ښاغلي غني، د هرات-خواف اوسپنیزې کرښې پرانیسته، د دواړو هیوادونو د خصوصي سکټور کلونو زیارونو پایله یاده کړه.

هغه وویل چې د آسیايي هیوادونو ترمنځ سوداګري، په چټکۍ سره د پرمختیا په حال کې ده او د اوسنیزې کرښې ګټنه، په آسیا کې تر ټولو اغیزمنه او ارزانه لار ده.

ولسمشر همداراز د شیرخان بندر-کندز-مزارشریف-هرات اوسپنیزه کرښه چې زر کیلومټره اوږدوالی به ولري او د هرات-کندهار اوسپنیزه لار چې د هلمند او فراه له لارې د ۶۲۰ کیلومټره په اوږدوالي، د کندز-بغلان-بامیان-پروان-کابل اوسپنیزه کرښه چې څلورسوه کیلومټره اوږدوالی به ولري او د کندهار-بولدک اوسپنیزې کرښې د برنامې د ترلاس لاندې نیولو خبر ورکړ.

هغه وویل چې د افغانستان جغرافیایي موقعیت، په سیمه کې د انرژۍ او اقتصادي پروژو د پلي کیدو لپاره تر ټولو غوره لار ده.

د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د هرات-خواف اوسپنیزې کرښې په پرانیست غونډه کې وویل چې د دې لارې پرانیستل کیدو سره، د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې به لا غښتلې شي.

هغه همداراز یادونه وکړه چې تهران په هر ډول شرایطو کې، په بیلابیلو برخو کې په افغانستان کې د خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې ژمن دی.

د کډوالو بحث، په ایران کې د افغانستان د زده کړیالانو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرول او اقتصادي ودې ته مرسته هغه څه دي چې ښاغلي روحاني ورته ګوتڅنډنه وکړه.

د هرات خواف پروژه ۲۲۵ کیلو مټره اوږدوالی لري چې چارې یې په څلورو برخو کې بشپیړيږي.

د افغانستان د اوسپنیزې کرښې د ادارې مشر، یما شمس هم وویل چې د دې لارې پرانیستې سره، افغانستان به د ایران د سویل بندرونو او د ایران-ترکیې اوسپنیزې شبکې له لارې له اروپا سره ونښلیږي.

له بلې خوا، د ایران د ښار جوړونې او لارې وزیر، محمد اسلامي وایي، چې د هرات-خواف اوسپنیزې کرښې ۲۲۵ کیلومټرو څخه، ۱۴۰کیلومټره یې نن ګټنې ته وسپارل شوه او د پاتې ۸۵ کیلومټره کار یې د افغانستان حکومت له لورې بشپړ شوی دی.

د ایران صادراتي توکو ۵۰۰ ټني جوپې ازمیښتي قطار، تیره اوونۍ د دې اوسپنیزې کرښې له لارې هرات ته راورسید.

دا لار په کال کې د شپږ میلیون ټنه توکو او یو میلیون مسافرو د لیږد وړتیا لري او د افغانستان د اقتصادي ودې په موخه دا دهلیز د نړیوال بندیز څخه هم استثنا پاتې شوی دی.