| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د هرات د اسلام قلعې په ګمرک کې اورلګیدنه؛ د نفت او ګازو لسګونه ټانکرونه سوځیدلي
13 Feb 2021
د هرات په اسلام قلعې ګمرک کې له اورلګیدنې خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې، د اور د لمن د غځیدو او له سیمې د خلکو تیښته ښایي.
دا پیښه نن له غرمې (پیلنې، سلواغې۲۵)، وروسته پيښه شوه.
د هرات والي، سید عبدالوحید قتالی، رسنیو ته وویل چې دې پیښې پراخ مالي تاوان اړولی دی. د هغه به وینا، د ایرنا اوروژونکي وسایط، مرزي کرښې ته رسیدلي دي.
ښاغلي قتالي همداراز د کالیو د ساتنې او له سیمې د وسایطو د لرې کولو په برخه کې د سوداګرو د مرستې غوښتونکی شو.

د ګزارشونو پر بنسټ؛ تراوسه د دې اورلګیدنې به پایله کې له لسو تنو ډیر وګړي ټپیان شوي دي.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند، محمدرفیق شیرزي آرزو ټلویزیون ته وویل چې تراوسه اووه ټپیان د هرات حوزوي روغتون ته لیږدول شوي دي.
د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د اورلګیدنې د پراختیا له کبله، له ایران هیواد څخه د همکارۍ غوښتنه شوې او د دې هیواد اوروژونکې ډله هم لاس په کار شوې ده.
د دې اورلګیدنې په لړ کې، د بریښنا شرکت هرات ته د ایران وارداتي بریښنا د پرې کیدو خبر ورکړی دی.
