د هرات د پولیس مشرۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده د دې خبر په پخلي سره وایي چې وسله والو مخالفینو د غوریان ولسوالۍ د ولکه کولو هوډ درلود چې د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.
ویل کیږي چې اوسمهال د دې ولسوالۍ په بازار کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته دوام لري او له مرګ ژوبلې ا و زیانونو څخه جزییات شتون نه لري.
له بلې خوا د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې په پایله کې د طالبانو د څو قوماندانانو په ګډون د دې ډلې ۲۵ غړي وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.