د هرات د پنځمې امنیتي حوزې مدیر، له وسله والو غلو سره په نښته کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هرات پولیسو اعلان کړی دی چې وسله والو غلو تیره شپه د هرات ښار پنځمې امنیتي حوزې په اړوند مهري ښوونځي سیمې اړوندو سیمو کې لاس په وسله وال غلاو ووهه او له سیمې وتښتیدل.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې وسله وال غله په دوو سیمو دویمې امنیتي حوزې او څوارلسمې حوزې په اړوندو سیمو کې تر پیژندنې وروسته له امنیتي ځواکونو سره په نښته شول چې په پایله کې یې د هرات ښار د پنځمې امنیتي حوزې مدیر د دوو وسله والو غلو سره خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.