د هرات د شینډنډ ولسوال حکمت الله حکمت له یوه وسله وال برید څخه روغ رمټ ووت.
سیمه ییز پازوال وایي چې ښاغلی حکممت تیره ورځ(مرغومي ۱۴مه) کله چې له هرات ښار څخه د شینډنډ ولسوالۍ په لور روان وو تر وسله وال برید لاندې راغی.
په دې نښته کې، د شینډنډ له ولسوال سره څلور تنه مله کسان ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې ولسمشرغني د عالمانو،مدني فعالانو او رسنیز کارکوونکو موخه ګرځول بشري ضد جنایت بللی دی.
ښاغلي غني د کاپیسا د عالمانو د شورا پر مشر تیرې ورځې ترهګریز برید غندلی او ویلي یې دي چې د طالبانو وروستیو تاوتریخوالو دوام، سولې ته د ژمنې خلاف کړنه ده.
خو طالبانو بیا تل په وروستیو چاودنو کې لاس لرل رد کړي دي.