1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د هرات – غور لویې لارې امنیت ټینګښت لپاره طوفان هریرود عملیاتو پیل

عملیات
30 Dec 2019

 په لویدیځ زون کې امنیتي پازوال وایې د دې عملیاتو پلي کیدل به د دولت د وسله والو مخالفینو ملا ور ماته کړې.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال فضل‌احمد جنبش وویل چې د دې عملیاتو په لاره اچول د هیواد د امنیتي ځواکونو د پیاوړې وړتیا ښکارندوي کوي.

ښاغلي جنبش ټینګار وکړ چې په دې عملیاتو کې به پوځیان د هرات – غور لویې لارې امنیت ټینګښت لپاره زیاته هڅه وکړې.

وړاندې له دې تل له دې لارې د نا امنیو له شتونه شکایت شوی دی.

په همدې حال کې د غور د پولیسو مشر محمدامین احمدزی وایې چې دا ځواکونه به سبا (درې نۍ) د غور – هرات لویې په زیان لیدونکو سیمو کې ځای پر ځای شی او له دو خواوو څخه به د ترهګرو ځپلو لپاره عملیات دوام ومومي.

د ښاغلي احمدزي په وینا،په دې عملیاتو کې به همدا شان د غور ولایت په لوری لویې لارې ټولې سیمې د هوایې ځواکونو تر پوښښ لاندې وي او د طالبانو پټن ځایونه به په کې له منځه ولاړ شي.

له دې سره د هرات والي عبدالقیوم رحیمي چې د دې عملیاتو د پیل په مراسمو کې یې حضور درلود،د امنیتي ځواکونو له کړنو یې ستاینه وکړه او د ترهګرو د ځپلو لپاره یې د عملیاتو پر چټکوالی ټینګار وکړ.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې د هرات غور لویې لارې په چڼیدل به د طالبانو ملا هم ور ماته کړي.

دا عملیاتونه په داسي حال کې په لاره اچول کیږي چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د لویدیځ زون په یوشمیر برخو کې خپل خوځښتونه زیات کړي دي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي