1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د هرات – غور پر لویه لار د ناپيژانده کسانو له لوري د درییو تنو وژل کیدل

01-2-1536x864
20 May 2021

د هرات – غور پر لویه لار درې کسان د ناپيژانده وسله والو کسانو له لوري وژل شوي دي.

د غور د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر نیک محمد نیکزاد آرزو ټلویزیون ته وايي، تیره ورځ ماښام یو فلانکوچ ډوله موټر چې د فیروز کوه پر لار د هرات په لوري روان وو د بیان بند کوتل سیمه کې درول شوی درې مسافر یې د ناپيژانده وسله والو کسانو له لوري په ډزو سره وژل شوي دي.

ښاغلی نیکزاد زیاتوي چې دا کسان موسی، طاهر  او ایوب نومیدل چې د غور ولایت اوسیدونکي دي.

د غور د امنې قوماندانۍ د امنیت آمر په وینا تر اوسه د دې پیښې لامل نه دی روښانه، او د عاملینو د نیولو لپاره یې هڅې پیل شوې دي.