1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د هرات ــ کابل لویې لارې بار وړونکو موټر چلونکو کاری اعتصاب دوام

اخاذی-هرات-2
06 Jan 2020

د هرات ولایتي شورا په دې برخه کې د حکومت نه پاملرنه پوښتنه ځيږونکی بولي او  د دې لارې د موټرچلونکو ستونزو ته د رسیدنې غوښتونکې ده.

د هرات ــ کابل په لویې لارې  د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو چلونکي له هغه څه چې په دې لار فساد بولي،له ۱۱ ورځو را په دې خوا په کاري اعتصاب لاس وهلی دی.

دا چلونکي وایې په دې لار د پولیسو له لوري نا قانونه پیسو اخستلو له کبله یې لاس په کاري اعتصاب وهلی دی او تر هغې چې حکومت یې غوښتنو ته رسیدنه ونه کړي.له خپل کاري اعتصاب به لاس وانخلي.

محمدنبي د کابل ــ هرات لویې لارې د موټرچلونکو استازی دی وایې چې د هرات د سیمه ییز پازوال له ژمنو سره سره،د هرات پولیس همدا شان له موټرچلونکو نا قانونه پیسې اخلې.

عمر چې په دې لار موټرچلونکی دی وایې چې موټرچلونکو تل په دې لویې لارې د قانونه پیسو له اخستلو شکایت کړی دی،خو تر اوسه د دې ستونزو حل په برخه کې حکومت هیڅ راز پام نه دی کړی.

په همدې حال کې،د هرات ولایتي شورا  په دې لویې لار کې د فساد شتون مني.

د هرات د ولایتي شورا مشر کامران علیزی په دې لار د موټرچلونکو ستونزې مني.ښاغلی علیزی همدا شان له حکومت څخه غواړي چې ډیر ژر دې موټرچلونکو ستونزو ته رسیدنه وکړي.

له بلې خوا د هرات د سوداګرۍ او پانګه اچونې خونه وایې چې د موټرچلونکو کاري اعتصاب سوداګریزو راکړو ورکړو ته زیانه سولی دی.

د هرات د سوداګرۍ او پانګه اچونې خونې پازوال احمدسعید صدیقی آرزو ته وویل چې د هرات ــ کابل پر لویه لار د بار وړونکو موټرو د چلونکو کاری اعتصاب د سوداګرو پر کار منفي اغیزه کړې او د راکړو ورکړو بهیر یې پڅ کړی دی.

په همدې حال کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایې د دې ستونزې حل لپاره هرات ته یو پلاوی رسیدلی او ډیر ژر به د موټرچلونکو ستونزه حل شي.

وړاندې له دې د کورنیو چارو وزارت د هرات ــ کابل لویې لارې موټرچلونکو ستونزو ته د رسیدنې لپاره د یوه پلاوي له رسیدو خبر ورکړی وو او ویلي وو چې په تیرو دو میاشتو کې ۲۰ پولیس سرتیري هم د نا قانونه پیسو اخستلو لپاره نیول شوي دي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي