| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د هرات ــ کندهار په لویه لار د بار وړونکو موټر چلونکو اعتراضونه
28 Dec 2019
د کندهار هرات په لویه لار بار وړونکو موټرو چلونکي د پولیسو له لوري د نا قانونه پیسو اخستلو په غبرګون کې لاس په اعتراض وهلی او دا لویه لار یې د تګ راتګ کوونکو پر مخ تړلې ده.
د هرات کندهار په لویه لار کې د پولیسو له لوري نا قانونه پیسو اخستلو د دې لارې موټر چلونکي دې ته اړ کړي دي ترڅو خپل موټران د هرات ښار سویل میرداوود سیمه کې ودروي.
عبدالاحمد چې په دې لار موټرچلونکی دی په لویو لارو کې د پولیسو له لوري د نا قانونه پیسو اخستلو او ناوړه چلند په غبرګون کې لاس په اعتراض کړی دی،د هغه په وینا یوه میاشت وړاندې د دې لپاره چې پولیسو ته یې پیسې نه دي ورکړې تر وهلو او ټکولو لاندې راغلی دی او یوه پښه یې هم ماته شوې ده.

هغه له حکومت څخه غواړی چې د دوی ستونزو ته رسیدنه وکړي.
له بلې خوا،محمد ایوب چې یو له بلو اعتراض کوونکو څخه دی هغه هم وایې چې هغه په دې لویه لار د امنیتي ځواکونو له کړنو اغیزمن شوی دی،دې موټرچلونکي له آرزو سره په مرکه کې وویل یو ځل هم امنیتي ځواکونو د هغه پر موټر ډزې هم کړې دي.
دا موټرچلونکي ادعا لري چې په وار وار یې خپلې ستونزې له سیمه ییزو ادارو له پازوال سره شریکې کړېدي،خو تر اوسه ورته رسیدنه نه ده شوې.

په همدې حال کې د هرات د ولایتي شورا مشر کامران علیزی د دې حالت له دوام څخه نیوکه کوي او په لویو لارو کې له موټرچلونکو سره د پولیسو ناوړه چلند نا انساني کړه بولي.
ښاغلی علیزی همدا شان د دې ستونزې د حل په برخه کې لوړپوړي امنیتي چارواکي په پاتی راتلو تورنوي.
خو د کورنیو چارو وزارت د کندهار هرات په لویه لار کې د موټر چلونکو ستونزو ته د رسیدنې لپاره د یوه پلاوي له رسیدو خبر ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاندې مروه امیني آرزو ته وویل:د هرات د امنې قوماندانې سره په همکارۍ یو ګډ پلاوی جوړ شوی او هغه کسان چې له موټرچلونکو څخه نا قانونه پیسو اخستلو کې لاس لري نیول کیږي.
میرمن امیني ټینګار وکړ چې په تیرو دو میاشتو کې ۲۰ پولیس ځواکونه هم د نا قانونه پیسو اخستلو په تور نیول شوي هم دي.
د افغانستان په لویو لارو کې فساد په تیره بیا د امنیتي ځواکونو له لوري تل له هغو ستونزو څخه دي چې موټرچلونکي تري شکایت لري.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي

