1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د هرات والي خلکو ته: ولې کرونا جدي نه نیسۍ،د هرات ټولې دښتې مو قبرونو کیندلو ته ځانکړې کړي دي

قتالی
15 Apr 2020

د هرات والي د کرونا ویروس جدي نه نیولو څخه په نیوکې سره وایي چې د قبرونو کیندلو لپاره چمتو کوي.

د هرات والي سیدعبدالوحید قتالي په خپلو ویناو کې هیښتیا ورکړه که چیري د کرونا ویروس د خلکو له لوري جدي ونه نیول شي،انساني ناوړین به رامنځته شي.

هغه د خلکو له لوري د دې ویروس جدي نه نیولو څخه نیوکه کوي،د دې ولایت په دښتو کې د قبرونو کیندلو لپاره له چمتو والي هیښتیا ورکوي.

ښاغلي قتالي خلکو ته په خطاب کې وویل :غواړم په ډاګه ووایم،د هرات دښتې د قبرونو کیندلو لپاره د چمتو کولو په حال کې یم.ولي کرونا جدي نه نیسۍ؟

له بلې خوا،د کرونا ویروس مثبتو پیښو د شمیر په ډيریدو سره،په هرات کې د قرنطین موده غځوي ترڅو د دې نا ورغۍ شنډیدو لپاره ګټور کمپاین ترسره شي.

د هرات والي همدا شان وویل سختي ورځې یې په تمه دي او خلک باید په دې تړاو جدي عمل وکړي.

قتالي له خلکو وغوښتل چې په کورونو کې پاتې شي او هغه به بی وزلو کسانو لپاره خوراک برابر کړي.

په هرات کې د کرونا ویروس له کبله انساني ناوړین له رامنځته کیدو په داسې حال کې اندیښنې کیږي چې دا ولایت،په کووید۱۹ نا روغۍ د اخته کسانو ډیر شمیر لري،اوس مهال په دې ولایت کې ۳۰۶ کسان اخته شوي دي چې له دې منځه شپږو ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دیارلس (۱۳) نور روغ شوي دي.

آرزو نیوز ــ شمس الله رحیمي