1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې ۲۴ ښوونځي پرانیستل شول

0001
19 Apr 2021

د هرات د پوهنې ریاست مشر ذکریا رحیمي وايي، د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې ۲۴ ښوونځي ګټې اخیستنې ته وسپارل شول چې په پرانیستلو سره یې ، لسو زرو (۱۰۰۰۰) نجونو او هلکانو  د زده کړو مناسب ځای ته لاس رسی وموند.

د هرات والي سیدعبدالوحید قتالي چې د دې ښوونځيو د پرانیستلو لپاره ادرسکن ولسوالۍ ته تللی وايي چې د هرات په ټولو ولسوالیو کې به د پوهنې برخې ته له ډیره پاملرنه وشي.

له دې سره د هرات د کلیو او پراختیا ادارې مشر وايي چې په دې ولسوالۍ کې د اقراء برنامې له لارې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴۰ ښوونځي د جوړیدو په حال کې دي.

د هرات د ادرسکن ولسوالۍ اوسیدوونکي او زده کوونکي د دې ښوونځیو له جوړیدو خوښي کوي او د ښوونځیو په لا تجهیز او د پوهنې د اړتیاو پوره کولو لپاره د لا ډیرو ښوونکو په ګمارنې ټينګار کوي.