1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د هرات په اوبې ولسوالۍ کې ټپي او اسیر شویو سرتیرو کورنۍ دوی ته د رسیدنې غوښتونکي دي

33333333333
17 Jun 2021

د هرات په اوبه ولسوالۍ کې د اسیر شویو او ټپي سرتیرو کورنیو لاس په اعتراض وهلی دی.

د هرات په اوبې ولسوالۍ کې اسیر او ټپي شویو کورنیو په لس هاو خپلوانو، نن د هرات ولایت مخې ته لاس په اعتراض وهلی او ټپيانو ته یې د رسیدنې غوښتنه کړې ده.

اعتراض کوونکي وايي چې په تیرو څو ورځو کې چې د دې ولسوالۍ ډیری برخې د طالبانو لاسته لویدلې دي ۶۵ امنیتي سرتیري ټپيان او په بد حالت کې دي.

دوی ټينګار لري چې تر دمګړۍ دولت د اوبې ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره ورسره هیڅ راز ملاتړیزه مرسته نه ده کړې او ټپيان یې هم د درملنې لپاره نه دي لیږدول شوي.

په همدې حال کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد واويي چې د هرات والي د اعتراض کوونکو له استازو سره لیدنه کړې، د دوی غوښتنې یې اوریدلي او نن به یې ستونزې ته رسیدنې وشي.