د هرات ولایت ګلران ولسوالۍ پر لار ماین چاودنې په پایله کې د دې ولسوالۍ کې مخکېني ولسوال او د ملي امنیت مدیر په ګډون درییو تنو ژوند بایللی دی.
د هرات والي سید عبدالوحید قتالي وايي چې تیره ورځ ماښام یو امنیتي کاروان د ګلران نوي ولسوال پیژندنې لپاره دې ولسوالۍ ته تللی وو چې ښار ته ستنیدو پر مهال یو هایلکس ډوله موټر د ماین چاودنې موخه وګرځيد.
ښاغلی قتالي زیاتوي چې په دې چاودنه کې د ګلران مخکېنی ولسوال عبدالغني نوري او د دې ولسوالۍ د ملي امنیت د مدیر په ګډون درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان دي.
د هرات د والي په وینا امنیتي ځواکونو پر دې لار څلور ماینونه هم شنډ کړي وو خو پنځم ماین بیا دا موټر موخه وګرځوه.
تر اوسه د دې پیښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.