د سیمه ییز خبریال بسم الله عادل په کورنۍ کې چې څو موده مخکې یې د ناپيژانده وسله والو کسانو له لوري ووژل شول یو ځل بیا د ویر ټغر خپور شو.
ناپيژانده وسله والو کسانو په فیروز کوه ښار کې د دې خبریال پر کور برید کړی او پنځو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمعې په شپه (کب ۷مه) ناپيژانده وسله وال کسان د دې سیمه ییز خبریال کور ته ننوتي او د هغه پر ټوله کورنۍ یې ډزې کړې دي.
د قربانیانو د خپلوانو په وینا، په دې پیښه کې درییو تنو خپل ژوند بایللی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د قربانیانو کورنۍ سیمه ییز پازوال د خلکو د امنیت ټینګښت کې په ناغیړۍ تورنوي.
سیمه ییز پازوال په دې اړه ځواب وینې ته حاضر نه دی.
دا برید په داسې حال کې کیږي چې نږدې دوه میاشتې مخکې د صدای غور راډیو مسوول مدیر بسم الله عادل ایماق فیروزکوه ښار ته نږدې د ناپيژانده وسله والو کسانو له لوري ووژل شو.