1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د هلمند د سولې ولسي کاروان یو ځل بیا خپل مدنې خوځښتونه پیل کړل

photo_2019-12-08_18-22-59
09 Dec 2019

 

د سولې غوښتنې ولسي کاروان غړو د یوې نۍ په ورځ(لیندۍ ۱۷مه/ډیسمبر ۸مه) له “هلمنده تر هلمنده” تر نامه لاندې د خپلو مدني حرکتونو تازه پړاوو په موټر سره پیل کړی دی.

د سولې غوښتنې دا کاروان دا ځل هوډ لري ترڅو د هیواد ۳۴ ولایتونو ته سفر وکړي او هیواد والو ته د سولې پیغام ورسوي.د دې کاروان اصلي موخه، په هیواد کې د تاوتریخوالي کمښت او اوربند ټینګښت ویل شوی دی.

دا په داسي حال کې ده چې د یوې نۍ په ورځ د قطر په ناسته امریکایانو او طالبانو د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک او د دې هوکړه لیک د پلی کیدو پر کړنچارې بحث وکړ.

د هلمندي سوله غوښتنې کاروان، نږدی دوه کاله وړاندې وروسته له هغې جوړ شو چې په لښکرګاه ښار کې د په یوه ورزشي لوبغالې کې د ترهګریز برید کې لسو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.دا کاروان په پلی توګه د هیواد بیلابیلو ولایتونو ته ولاړ.