1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د هلمند د واشیر پر ولسوال او د غزني د چاپیریال ساتنې مشر باندې وسله وال برید

Haqyar
19 Jan 2021

د هلمند د واشیر ولسوال او د غزني د چاپيریال ساتنې مشر د ناپيژانده وسله والو کسانو په نښه شول.

سرچینې وایي چې د هلمند د واشیر ولسوال محمد ظاهر حقیار له خپل یو ساتونکي سره تیره ورځ په لښګرګاه په ښار کې د ناپيژانده وسله کسانو لخوا په دزو وژل شوي دي.

د دې پيښې پړه تراوسه کومې ډلې په غاړه نده اخیستې.

له بلې خوا د غزني ولایت د چاپیریال ساتنې مشر  له یو  بل کس سره د وسله والو کسانو په برید کې ټپیان شوي دي.

سیمه ییز چارواکي وایي د غزني د چاپيریال ساتنې مشر تیر ماښام  (د مرغومې۲۹) د غزني په ښار کې د ناپيژانده وسله والو کسانو  لخوا تر برید لاندې راغی.

د غزني د والي ویاند ټینګار کوي چې د دوې روغتیایي حالت ښه ویل شوی دی.