د ملکي وګړو د ساتنې کاري ډلې، نن (درې نۍ، چنګاښ لسمه/جون۳۰)، په کندهار کې په یوې خبري ناسته کې، په افغانستان کې د ملکي وګړو له مرګ ژوبلې اندیښنه وښوده.
په سویل زون کې د ملکي وګړو د ساتنې د کاري ډلې غړی، محمد همدرد د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د تیرې ورځې پیښې ته ګوتڅنډنې سره وویل چې پر ملکي وګړو د بریدونو عاملینو ته باید سزا ورکړل شي.
د دې ډلې غړي همداراز هیښتیا ورکوي چې د دشاان پيښو د تکرار او د ملکي وګړو د مرګ زوبلې د دوام په صورت کې، نړیوالو بشري حقونو بنسټونو ته شکایت کوی.
د هلمند د سنګین ولسوالۍ په بازار کې د تیرې ورځې توغندیز بریدونه او چاودنې چې د یوې دودیزې میلې پرمهال وشوې، ۲۳ تنه په کې مړه او ۱۵ تنه ټپیان شول. دا پيښه تیره ورځ له ډيریو غندنو سره مخ شو او حکومت دا د بشر ضد جنایت وباله.
له دې سره سم، یو شمیر هیوادوال د ناکراریو له ډيریدو او وروستیو چاودنو له کبله اندیښمن دي.
خو دوی ټینګار کوي چې د دولت وسله والې مخالفې ډلې د داشان بریدونو ترسره کولو سره، د سولې د بهیر پر وړاندې د خنډ جوړولو په هڅه دي.
په همدې حال کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندانۍ ویلي چې امنیتي ځواکونو د پيښې په سیمې هیڅ انداخت ندی لرلی؛ بلکې طالبان د دې پيښې عاملین دي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان، ولي محمد احمدزی چې په دې اړه خبرې کولې، د دې پيښې اړوند یې د لا ډیرو څیړنو خبر ورکړ.
د یادونې ده چې هیڅ ډلې په هلمند کې د پرونۍ پيښې پړه پرغاړه نده اخیستې، خو حکومت او طالبان یو بل د دې پيښې عاملین بولي.
له دې ټولو سره، وروستیو چاودنو، ډیرۍ اندیښنې راپارولي او یو شمیر قانون جوړوونکي، کشفي او امنیتي بنسټونه د هیوادوالو د امنیت په ټینګښت کې په کم کارۍ تورنوي.