1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د هلمند مارجه ولسوالۍ له څلورو کالونو وروسته د طالبانو له ولکې بهر شوه

615399
01 Dec 2019

 

د ملي دفاع وزارت د طالبانو له شتونه د مارجې ولسوالۍ له چڼیدو خبر ورکوي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د هیواد امنیتي او دفاعیې ځواکونو دوه اونۍ وړاندې د دې ولسوالۍ د چڼیدو لپاره عملیات پیل کړل،چې په پایله کې یې د هلمند مارجه ولسوالۍ په بشپړه توګه له څلورو کالونو وروسته د وسله والو مخالفینو له شتونه چڼ شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې، د طالبانو د ډلې د پوځي قوماندان ملا عبدالباری  په ګډون ۳۷ وسله وال طالبان وژل شوي او په لس هاوو نور ټپیان دي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دې عملیاتو په پایله کې همدا شان ۱۰۳ کړۍ ماینونه هم چې د طالبانو له لوري خښ شوي وو د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او شنډ شول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.