1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د هاوانونو  لګیدو په لس هاو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

Helmand
29 Jun 2020

د هلمند په سنګین ولسوالۍ د هاوان د څو ګولیو د لګیدو کبله په لس هاو کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د هلمند سیمه ییز پازوال وایي چې دا پیښه د دې ولایت سنګین ولسوالۍ په زاړه بازار کې رامنځته شوې خو د مرګ ژوبلې په اړه جزیات نه ورکوي.

تر اوسه د دې پيښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخستې خو د هلمند د والي ویاند ټینګار کوي چې د دې توغندیو د لګیدو د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم په هلمند کې د واټ تر غاړې ماین چاودنې په پایله کې شپږو ولسي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.