1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د هند جوړ شوی کرونا ویروس واکسین افغانستان ته ورسید

147261948_1293455284356981_5552571416588985272_o
07 Feb 2021

د هند لخوا د کرونا ویروس جوړ شوي واکسین د مرستو لومړنۍ جوپه، نن (یوه نۍ، سلواغې نولسمه)، کابل ته راورسیده.

 

دا جوپه چې د دې واکسین ۵۰۰زره ډوزه په کې شامل دي، ۲۵۰زره تنه به پرې واکسین شي.

په کابل کې د هند سفارت چارسمبالي، راګورام د عامې روغتیا وزارت چارواکو ته د دې هیواد د مرستو د جوپې د سپارلو پرمهال، له کابل سره د نوې ډهلي د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

هغه یاده کړه: “مونږ د همکاریو اوږدمهاله تاریخ لرو. هند او افغانستان په ښو او بدو ورځو کې د یوه بل ترڅنګ دریدلي دي. نن ډیر خوښ یم چې د کرونا واکسین لومړنۍ جوپه له هند څخه کابل ته رارسیدلی ده.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت واکپال، وحید مجروح وایي چې د هند له لورې د کرونا جوړ شوی واکسین د روغتیا د نړیوال سازمان تصدیق ندی ترلاسه کړی.

د هغه په وینا، تر لسو ورځو به د دې واکسین د ګټنې اړوند د روغتیا نړیوال سازمان ځواب روښانه شي او تر هغه مهاله به، په افغانستان کې له دې مرستې ګټنه ونشي.

د عامې روغتیا وزارت د لومړیتوبونو پر بنسټ، تمه ده لومړی روغتیاپالان او امنیتي سرتیري له دې واکسین څخه برخه من شي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د کرونا ویروس له خپریدو تراوسه په افغانستان کې له ۵۵ زرو ډیر وګړي په دې ویروس اخته شوي او دوه زره او ۴۱۳ تنو هم له دې کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په تیرو څلورویشتو ګړیو کې هم، په هیواد کې ۲۴ تنه په دې ویروس اخته شوي او درییو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.