د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د هند د بهرنیو چاروله وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان سیاسي ناندرو او سولې بهیر په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي خلیل زاد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې دواړو لوریو د افغانستان سیاسي کړکیچ بیړني حل ترڅنګ،د بندیانو د خوشې کیدو د لړۍ پر چټکتیا، د تاوتریخوالي له کمیدو پر ملاتړ او افغانانو ترمنځ خبرو اترو پر پیل هم ټینګار وکړ.
د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړي استازي همدا شان په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره سیمه ییزو او نړیوالو هڅو په څوکاټ کې د هند له مشارکت څخه هرکلی کړی دی.