ښاغلي بچن پرون په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې هغه اوس د کرونا ویرس د ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر دی.
ده همداشان له هرهغه کسانو چې په تیرو لسو ورځو کې له ده سره اړیکه نیولې وه غوښتي چې د کورنا ویروس ازمویښت وکړي. هند له امریکا او برازیل وروسته دریم هیواد دې چې په کرونا ویروس ډیر اخته کسان لري.
د ګزارشونو پر بنسټ، په نړۍ کې د کرونا ویروس ټولیز شمیر دولس میلیون او ۸۴۲ زره تنو ته اوچت شو چې تر دمګرۍ دې ویروس نږدې د ۵۶۷ زرو تنو ژوند اخیستې او اوه میلیون ۴۷۸ زره تنه بیا روغ شوي دي.
له بلې خوا یوازې په مکسیکو کې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس له کبله ۵۳۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
امریکا لاهم په نړۍ د کرونا ویروس د مړینې او اخته کسانو تر تولو لوې شمیر لري.