1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د هوایي دهلیز له لارې صادرات بیا پیلیږي

دهلیز-هوایی
11 May 2020

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د الوتنو بیا پیلیدو سره، ۱۱۰ ټنه جلغوزې او ۹۸ ټنه هنګ به د چین او هند هیوادونو ته صادر شي.

 

د کرونا ویروس خپریدو، په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د سوداګریزو توکو د وړلو راوړلو بهیر پر وړاندې ځمکني او هوایي ټرانزیټي لارې تړلې دي، خو حکومت د هوایي دهلیز له لارې د راکړې ورکړې د بیا پیل خبر کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي پازواله، سعدیه سیرت وایي چې تمه ده سبا (درې نۍ، غوایي۲۲)، افغانستان د هوایي دهلیز له لارې چین او هند هیوادونو ته خپل صادرات بیا پیل کړي.

د هغه په وینا د دې الوتنو پیلیدو سره به د خصوصي هوایي شرکتونو له لورې، ۱۱۰ ټنه جلغوزه او ۹۸ ټنه هنګ، دې هیوادونو ته صادر شي.

میرمن سیرت همداراز وویل چې د هوایي دهلیز له لارې له هیواده بهر د سوداګریزو توکو د لیږد لپاره د دوو کورنیو شخصي هوایي شرکتونو ترڅنګ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت بهرنیو هیوادونو ته د کورنیو پیداوارو د لیږدولو لپاره له آریانا هوایي شرکت هم سره هم په سلاوو بوخت دی.

په همدې حال کې، یو شمیر اقتصادپوهان، د هوایي دهلیز له لارې صادرات او واردات، لګښت لرونکي او په اوسنیو شرایطو کې ناکامه بهیر بولي.

اقتصادي شنونکی، شبیر بشیري وویل چې د صادراتي توکو د بیې د کموالي له کبله، د هوایي دهلیز ګټنه به د سوداګرو لپاره ډیر لګښت ولري.

له دې ټولو سره د کرنې او مالدارۍ وزارت په روان کال کې د کرونا ویروس د خپریدو له کبله د کرنیزو پیداوارو د فاسدیدو د مخنیوي په موخه، د بیړنیو ممیز خونو د جوړیدو، د سړوخونو د رغولو، د میوو او سبزیو د وچولو لپاره د تجهیزاتو لاسرسي ته زمینې برابرولو چارې په عملي توګه پیل کړي دي.