دافغانستان د ټکوانډو ملي ټیم په هند کې په جی ۱ نړیوالو سیالیو کې اتلولي خپله کړه.
د ټکوانډو ملی فدراسیون اعلان کړی دی چې په دې سیالیو کې افغان ټکوانډو کارانو اته د سرو زرو مډالونه،شپږ د سپینو زرو مډالونه او څلور هم د برونز مډالونه تر لاسه کړي دي.
جی ۱ نړیوالې سیالۍ په هند کې ترسره شوې وې او د افغانستان، زمبابوی، بوټان، هند، آسټرالیا، نیپال، قزاقستان، عمان، سعودی عربستان ، قطر، جاپان، کرواسی، سوریې او بنگلهدیش هیوادونو څخه ۲۵۰۰ لوبغاړو ګډون کړی وو.
دې سیالیو د جون میاشتې له( ۱۱ مې څخه تر ۱۶ مې) نېټې دوام درلود چې د سرو زرو مډالو وړونکي لپاره لس امتیازه او د سپینو زرو د مډالو وړونکي لپاره هم شپږ امتیازه په پام کې نیول شوي وو.
افغانستان په دې سیالیو کې د ډیریو امتیازونو په ترلاسه کولو سره،د(جی ۱)نړیوالو سیالیو وړونکی شو او دهند او نیپال ټیمونو هم دویم او دریم ځایونه خپل کړل.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي