نن د زمري ۲۸مه د هیواد د خپلواکۍ د بیرته اخستلو له سلمې کلیزې سره برابره ده
سل کاله مخکې افغانستان له انګلیس سره سخته جګړه وکړه او دې اوږدې جګړې له ۱۸۳۹ زیږدیز کال څخه تر ۱۹۱۹ کاله دوام وکړ چې په پای کې له سترې بریټانیا څخه د سیاسی خپلواکې د اخستلو لامل شوه او بریټانیا اړه شوه ترڅو د افغانستان خپلواکي ومني.
شاه امان الله خان د هیواد د خپلواکۍ له تر لاسه کولو وروسته د هیواد د ودې ،پرمختګ او ښیرازۍ لپاره لاس په یو شمیر بسیاری اقدامونو ووهه.
ولسمشرغني هم د هیواد د خپلواکۍ سلمې کلیزې څخه د نمانځنې لپاره نن سهار د (اګسټ په ۱۹مه)د ملی دفاع وزارت په انګړ کې د استقلال څلي ته د ګلو ګیډی کیښود.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي