1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د هیواد د خپلواکۍ په ورځ د کابل په یو شمیر برخو د توغندیو توغیدل

117864330_3311412375618733_3055240085871093378_o
18 Aug 2020

نن سهار د کابل ښار په یو شمیر برخو څو توغندي توغول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وایي نن سهار ۹:۳۰ دقیقې (درې نۍ،زمري۲۸) دوو تیز رفتاره موتر د کابل ښار د اتمې او اولسمې حوزې اړوندو کې څو توغندي وتوغول.

دا وزارت د دې توغندیو له کبله د مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په کابل کې د هیواد د خپلواکۍ د بیا لاسته رواړلو د ۱۰۱ مه کلیزه ولمانځل شوه او نن سهار ولسمشر غني د خپلواکۍ په جشن کې په دفاع وزارت کې د خپلواکۍ منار مخې ته ګولان کیښودل.