1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د هیواد د خپلواکۍ یو سلو یوومه کلیزه

02-1
18 Aug 2020

نن د زمري ۲۸ چې د هیواد د خپلواکۍ د بیا لاسته راوړو ۱۰۱ مې کلیزه سره برابره ده.

پخواني واکمنان د خونړیو جګړو او اتلولۍ په لاره اچولو سره د بهرنيانو پروړاندې ودریدل.

له نن نه یو سل او یو کال وړاندې افغانستان د انګلستان سره په جګړه کې ښکیل وو او دا اوږده جګړه له ۱۸۳۹ کال څخه تر ۱۹۱۹پورې دوام پيدا کړچې په نهایت کې له لویې انګلستان څخه سیاسي خپلواکۍ ترلاسه شوه او لوې انګلستان اړ شو چې د افغانستان خپلواکي ومني.

پدغه وخت کې شاه امان الله د افغانستان پخواني امیر حبیب الله خان زوی، د ۱۹۱۹ کال د زمري په ۲۸ نیټه د زرافشان مانۍ کې د هیواد د خپلواکۍ بیا لاسته راوړلو وروستي سند په پام کې نیولی وچې د کابل پخوانۍ بستان سرای او د نن زرنګار پارک کې موقعیت لري.

په دغه ورځ امان الله خان په ټولو خلکو غږ وکړ چې د ملي جشن په ترسره کولو سره د هیواد خپلواکۍ د یوې مهمې ورځې په توګه ویاړي. امان الله خان غازي یو هوښیار، پوه او عاجز سړی و چې د هیواد له خپلواکۍ او پرمختګ سره ژوره اړیکه درلوده.

 امان الله خان د خپلې دندې په جریان کې، د هیواد خپلواکي، پرمختګ، تر څنګ د ساینس او ​​کلتور وده او د خلکو لپاره د معاصر مدني سوکالۍ لپاره هڅې وکړی خو د هغه کړنې د ختیځو ټولنو اوږدمهاله عادت سره برابري نه درلوده.

هیواد د خپلواکۍ نه وروسته په خپله لومړۍ وینا کې شاه امان الله خان د کابل عیدګاه جومات کې له خلکو وغوښتل چې د ملت ارمانونو په لاسته راوړلو کې ورسره مرسته وکړي او بیا د کابل په عیدګاه جومات کې په یوه بله وینا کې په کابل کې عسکرو او د ښار چارواکو ته په خطاب کې وویل چې توره ترهغې پورې په پوښ کې یې نه اچوي چې غاصبین د ملت حقوق په خپلو ګوندو راوړي.

شاه امان الله خان د خپلې انګلیس ضد او خپلواکه سیاست له پیل سره ورځ په ورځ د خلکو ترمنځ ګران شو.

د افغانستان خلکو د شاه امان الله خان دا بلنه ومنله او د ۱۹۱۹ کال د می په ۳ ، د بیلابیلو توکمونو ډلو ۶۰ زرو –تنه جوړ او د لومړي او دوهم نړیوال جنګ په جریان کې د انګلستان پروړاندې د پخوانیو وسلو سره سمبال او جګړو ته یې چمتو کړل.

د افغان اردو تجهیزات او مهمات په هیڅ ډول د برتانیا له اردو سره پرتله نه کیدونکي وو، له دې خاطره کې چې په خورا عصري وسلو او جنګي الوتکو مجهز وو خو د نظامي ځواکونو کمیتي او کیفیتي ناتوانۍ سربیره دوی خپل اتلولي وښودله.

لومړی کس چې د زمري ۲۸ مه یا د هیواد د خپلواکۍ د بیا لاسته راوړلو کلیزه یې ولمانځله محمد نادر خان و، خو هغه د زمري په ۱۴ مه امر وکړ چې د دغه هیواد د خپلواکۍ ورځې لمانځغونډه د زمري له ۲۰ مې نیټې څخه پیل او د اسد تر ۲۸ مې نیټې پورې دوام وکړي.

 د دې ورځې د لمانځلو لپاره د دولت او مدني ټولنو سازمانونو د شاه امان الله خان منار مخې ته ګولان کېښوده. او د هیواد په ګوټ ګوټ کې خلک دا ورځ په بیلابیلو لارو لمانځي.

ژباړه: نجلا مایار