1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د هیواد د فوټبال ملي لوبډلې د آسیا ملتونو جام ته لار پیدا کړه

199278353_4179383728795793_1350985874104941320_n
16 Jun 2021

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د هند پر وړاندې مساوي کیدو سره، کولی شو د آسیا ملتونو جام سیالیو ته لار ومومي.

دا لوبه تیره شپه ( غبرګولي/جوزا ۲۵مه) د دوحې په جسیم بن حماد لوبغالي کې ترسره شوه چې په پای کې هند او افغانستان د یوه یوه ګول په وهلو سره لوبه مساوي پایته ورسوله.

په دې سیالیو کې، د دواړو لوبډلو لوبغاړو تر ۷۵ یمې دقیقې له کوم ګول وهنې پرته، پر مخ ولاړل او وروسته بیا د هند په ګول وهنې سره د افغانستان ور پرانیست خو په ۸۲ یمې دقیقې کې د افغان لوبغاړي حسین زماني په ګول وهنې سره ۱-۱ مساوي شوه.

په E ډله کې قطر لومړی او عمان دویم ځای لري.