د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې له سنګاپور سره دوستانه لوبه مساوي پایته ورسوله
د هیوا د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو د پیلنۍ په ورځ ( غبرګولي/جوزا ۸مه) په دوبۍ کې د سنګاپور ملي لوبډلې سره دوستانه لوبه وکړه چې په پایله کې یې دا لوبه د ۱ پر ۱ پایلې سره مساوي پایته ورسده.
په داسې حال کې چې د لوبې په لومړۍ نیمه کې لوبه د ۱ پر صفر د سنګاپور په ګټه پایته ورسیده خو په دویم پړاو کې د زبیر امیري په ګول وهنې سره لوبه مساوي شوه.
مخکې له دې د هیواد د فوټبال ملي لوبډلې اندونیزیا لوبډلې ته ۲ پر ۱ پایلې سره ماتې ورکړې وه.