دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د پاکستان پر وړاندی بریا تر لاسه کوي.
په دې تمریني سیالیو کې پرون جمعه د(می په ۲۴ مه )د انګلستان په برستون ښار کې،د پاکستان لوبډلې سیالۍ پیل او د افغانستان لپاره یی ۲۶۳ منډو موخه وټاکله.
په دې لوبه کې راشدخان آرمان او دولت ځدران دوه دوه ویکټې او محمدنبی عیسی خیل دري ویکټې تر لاسه کړې.
شهزاد محمدی له ۲۳ منډو وروسته ټپي شو او له لوبې بهر شو خو حضرت الله ځاځی وتوانید ۴۹ منډې ترسره کړي.
حشمت الله شهیدی هم په دې لوبه کې د ۷۴ منډو په ترسره کولو سره وتوانیدل د لوبې ترپایه پاتی شي.
تمه ده راتلونکې پنځه نۍ (پنجشنه)د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام لوبې په بریټانیا کې پیل شي او په رسمې توګه د نړیوال جام سیالیو له پيل وړاندې باید دواړه لوبډلې دوه تمریني لوبې ترسره کړي.
د پاکستان پر وړاندی د افغانستان لومړنی تمرینی لوبه ترسره شوه،او دویمه تمریني لوبه هم د دوه نۍ (دوشنبه) په ورځ د انګلستان د کرکټ لوبډلې پر وړاندی ترسره کوي.
تمه ده د هیواد دکرکټ ملی ټیم د نړیوالو سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه د آسټرالیا پر وړاندی ترسره کړي.
آرزو خبري سایټ – شمس الله رحيمي