د کرکټ نړیوال جام سیالیو پر دوام،د افغانستان او نیوزیلند د کرکټ ملی لوبډلې نن پیلنۍ د(جون په اتمه)سره سیالۍ کوي.
تمه ده دا سیالۍ،د افغانستان پر مهال مازیګر پنځه بجې د انګستان په تانتون لوبغالې کې ترسره شي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تر اوسه د سریلانکا او آسټرالیا پر وړاندی ماته منلې ده خو نیوزیلند بیا په خپلو دو لوبو کې سریلانکا او بنګلادش ته ماته ورکړې ده.
افغانستان کرکټران په داسي حال کې له نیوزیلند سره لوبه کوې چې افغان بټسمن او ویکت کیپر شهزاد محمدی د سږکال نړیوالو سیالو څخه بهر شو.
محمدی له پاکستان سره په تمریني لوبه کې خوږ شو او ددې جام په دو لوبو کې ونه توانید زیات امتیاز تر لاسه کړي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي