د هیواد دکرکټ ملی ډلې یوشمیر مخکښو لوبغاړو،د افغانستان د کرکټ ملی ټیم له لوبډلمشرې څخه د اصفرافغان د لری کیدو پر وړاندی غبرګون ښودلی دی.
راشدخان،د هیواد دکرکټ ملی ټیم د بریا لپاره د لوبډلمشر په توګه د اصغرافغان رول ارزښتناکه بللی او دښاغلی افغان ګوښه کیدو اړوند یی د افغانستان د غوراوې کمېټې د بورډ پریکړه نا مسووله او یو اړخیزه بللی ده.
د راشدخان په وینا،د کرکټ نړیوالو سیالیو وړاندی د لوبډلمشرانو بدلون به دا ډله بی ټیکاوه کړي او ښه پایله به ترلاسه نه کړي.
محمد نبی،د هیواد د کرکټ ملي ډلې بل لوبغاړی دی،چی د نړیوالو سیالیو وړاندی یی نوی بدلون ناسم بللی او ویلی دي چی د افغانستان دکرکټ ملي ډلې د اصغر په مشرې ډیری لاسته راوړنې لرلي دي.
د افغانستان دکرکټ بورډ د غوراوي کمېټې،د(وری په ۱۶مه)د جمعې په ورځ ګلبدین نایب د یوې ورځینې لوبې ،راشدخان آرمان د شل آوریزو لوبو او رحمت شاه د ټیسټ لوبو د لوبډلمشرانو په توګه معرفی کړل.
تمه ده افغانستان د کړکت ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالو کې چی د انګستان او ویلز په کوربه توب تر سره کیږی داسټرالیا،پاکستان،هند او یوشمیر نورو ډلو سره لوبه وکړي.
دآرزو خبري سایټ – شمس الله رحیمي