په سلیمان لایق مشهور د غلام مجدد، د افغانستان د پيژندل شوي شاعر او سیاستوال مړی نن (درې نۍ، زمري۲۱)، خاورو ته وسپارل شو.
سلیمان لایق، شاعر، لیکوال او څیړونکی وو او په دري او پښتو ژبو خورا ډیر شعرونه او کتابونه لري.
هغه د افغانستان د دموکراتیک خلق ګوند پيژندل شوی څیره او بنسټ ایښودونکو څخه هم وو. سلیمان لایق همداراز د قومونو او قبایلو وزارت او د افغانستان د علومو د اکاډمۍ د مشر په توګه هم دندې ترسره کړي.
لایق د ۲۰۱۹ کال په سپتامبر میاشت کې په کابل کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ټپي شو او د درملنې لپاره آلمان ته ولیږدول شو. هغه د لوی اختر په لومړۍ ورځ په آلمان کې له نړۍ سترګې پټې کړې.
یو شمیر فرهنګیان، د هغه میړنه یوه لویه ضایعه بولي.