1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د هیواد وتلی او نامتو سندری عبدالله مقری ومړ

2002
20 Jun 2021

د هیواد نامتو او وتلي سندرغاړي عبدالله مقري د کرونا نا روغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ښاغلي مقري زوی میرخان په خپله فیسبوک پاڼه کې د هغه مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې هغه څو ورځې د نا روغۍ به بستر کې وو چې نن سهار یې په روغتون کې سا ورکړې ده.

ولسمشرغني هم په یوه پیغام سره د ښاغلي مقري په مړینې خواشیني ښودلې ده.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلانپاڼه کې راغلي دي چې:  هغه (عبدالله مقر) پر وطن، وطنوالو، ژوند او هنر مئین ملي ، وطنپاله او حماسي سندر غاړی وو او د هغه مړینه د هنر په برخه کې ستره ضایعه ده.

له بلې خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم په جلا پیغام کې د عبدالله مقري مړینه ستره ضایعه بللې او ویلي یې دي چې عبدالله مقري په شپېتمو کلونو کې د موسیقۍ هنر ته مخه کړه او د ځانګړي استعداد او ذوق او همدارنګه نه ستومانېدونکو هڅو په برکت یې ډېر ژر شهرت او محبوبیت وموند. ده په خپلو سندرو کې د جګړه ځپلي افغانستان او افغانانو دردونه او کړاوونه بیانول او په هره وطني او حماسي سندره او ترانه کې یې له ولس او هېواد سره مینې انګازې کولې.

په خواله رسنیو کې هم افغانانو د ښاغلي مقري په مړینه خواشيني ښودلې او هغه یې یو وطنپاله او پر ولس مین کس بللی دی.

مقري تر ډېره حماسي یا د وطن په یاد سندرې ویلي. تر ټوله مشهوره یې (دا د آزادۍ خاوره دا جګو غرو وطن) ترانه ده چې ښايي لږ شمېر افغانانو نه یې زمزمه کړې.

عبدالله مقری د عبیدالله مقري زوی او د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د کوچالو کلي اوسیدونکی وو.