محمدآصف جلالي د لومړي ځل لپاره د افغانستان راډیو ټلویزیون په تمثیلي ټوټو کې برخه واخسته او په وروستیو کالونو کې بیا د ټلویزیونونو په طنزي خپرونو کې را ښکاره شو.
د افغانستان د سینما نامتو لوبغاړی آصف جلالي نن ( څلورنۍ د مرغومي ۱۱مه/۲۰۲۰ جنوری لومړۍ) د ۶۳ کالنۍ په عمر سترګې له نړۍ پټې کړې.
جلالي په ۱۹۵۷ زیږدیز کال کې په کاپیسا کې زیږیدلی دی.
هغه د کابل پوهنتون له تخنیکم څخه د فراغت سند تر لاسه کړ او وروسته یې بیا هنري چارو ته مخه کړه.
د افغانستان د تیاتر ملي ادارې مشر منصور رحماني له رسنیو سره په مرکه کې ویلي دي چې ښاغلی جلالي د زړه نا روغۍ له کبله مړ شوی دی.
آصف جلالي د لومړي ځل لپاره د افغانستان راډیو ټلویزیون په تمثیلي ټوټو کې راښکاره شو او د افغانستان په راډیو ټلویزیون کې ۱۸ ننداریزې ټوټې هم اجرا کړې دي.
محمدآصف جلالي په وروستیو کالونو کې د بریالۍ اجرا لپاره،په آصف آکا مشهور وو او د دې لوبغاړي شهرت د دې لامل شو ترڅو هغه په ټلویزیونونو کې هم کميډي خپرونې اجرا کړي.
آصف جلالي په څو سینمایې فلمونو کې هم رول اجرا کړی دی چې له هغو څخه کولای شو د “بلبل”، سریال په دو برخو کې لوبیدل د “میرک” سریال یوې برخه کې لوبیدل او “زمونږ مکتب او درد” فلمونو ته ګوتڅنډنه وکړو.
د ملي یوالی حکومت مشرانو هم ښاغلی جلالي د یوه بریالي سنماګر په توګه یادونه کړې او د هغه له مړیني یې خواشيني ښودلې ده.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي دي: “ ارواح ښاد محمدآصف جلالي د تمثیلي ټوټو په اجرا کولو او د هیواد په رسنیو کې د کميډي رولونو کې لوبیدو سره،د خلکو پر شونډو موسکا خوره وله او له دې لارې د ټولنې د سمون لپاره هڅه کوله.”
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي