تمه کیږي د هیواد ولسمشر ترڅو راتلونکو ورځو پاکستان ته سفر وکړي.
د ملی یوالي د حکومت له پیله،دا پاکستان ته د ښاغلي غني دویم سفر دی.
دولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر د درې نۍ په ورځ د (جون په ۲۵مه)پاکستان ته له سفر مخکې له یوشمیر سیاسي او سیمه ییزو شنونکو،ښوونکو او خبریالانو سره د خپل دې سفر په اړه سلا مشوره کړې ده.
دښاغلي غني د دې سفر موخه،له پاکستاني چارواکو سره دافغانستان دسولې،ټیکاوو او امنیت د ټینګښت پرسر بحث او سوداګریزو او ترانزیټي نښلیدو اړوند خبرې اترې بلل شوې دي.
خبرپاڼه د ښاغلي غني په حواله زیاتوي چې مخکې له دې پاکستاني چارواکو ده ته بلنه ورکړې وه خو اوس یې سفر دسولې مشورتي جرګې د غړو په سلا ترسره کیږي.
مخکې له دې د پاکستان حکومت ویلي دي چې دافغانستان دسولې په بهیر کې به هر راز همکاریو څخه ډډه ونه کړي.خو افغان حکومت او امریکا بیا دافغانستان دسولې په بهیر کې د پاکستان د عملي ګامونو د پورته کیدو غوښتونکي دي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي