1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د هیواد په بیلابیلو برخو کې سیلاونه،په تیرو څلورو ورځو کې ۵۴ تنو  ژوند بایللی

سیلاب ۱
06 May 2021

په تیرو  ۴ ورځو کې، د هیواد په بیلابیلو برخو کې د سیلاونو بهیدو له کبله ۵۴ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

طبیعي پیښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت د وزارت ویاند احمدتمیم عظیمي وايي چې په تیرو څلورو ورځو کې د هیواد په ۱۷ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلاونو په پایله کې ۵۴ تنو ژوند له لاسه ورکړی، ۱۵ تنه ټپیان او همدا شان ۱۸ تنه هم تریتم شوي دي.

 

د ښاغلي عظیمي په وینا د دې طبیعي پیښې له کبله ډيری ځاني زیانونه او مالي تاوانونه په لویدیځو ولایتونو کې خلکو ته رسیدلې ده.

په دې طبیعي پیښه کې، ۴۶۰ کورنۍ له خپلو مینو بیځایه شوي چې ډیری یې په هرات کې دي، ۲۵۰۰ څاروي هم له منځه تللي او ۱۰۰۰ استوګنیز کورونه هم قسمي او یا هم په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

په همدې حال کې د غور او هرات ډیری اوسیدونکي چې خپل ټول شی یې د دې سیلاونو له کبله له لاسه ورکړي دي، له حکومت څخه د بیړنیو مرستو غوښتونکي دي.

طبیعي پیښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې زیانمنونکو کورنیو سروي او دوی ته د مرستو رسونې بهیر دوام لري.

په پسرلي کې سیلاونه چې سخت باران او تند باد له ځانه سره لري، هر کال د لس هاو کسانو ژوند اخلي او خلکو ته پراخ مالي تاوانونه هم اړوي.