1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د سیلابونو بهیدل ځاني او مالي تاوانونه واړول

CC01C77D-6EAA-4E07-83D8-B01733861AEF_w1200_r1
27 Aug 2020

د هیواد په یو شمیر نورو برخو کې هم د سیلابونو بهیدل د لسګونو تنو ژوند واخیست او ډیر تاوانونه یې هم اړولي دي.

د ګزارشونو پر بنسټ، په کوهستانات، کوه بند، نجراب ولسوالیو او د کاپیسا مرکز کې د سیلابونو د بهیدو په پایله کې لسګونه تنه مړه،څه د پاسه لسګونه تنه ټپیان او لسګونه تنه نور هم ورک شوي دي.

په بنجشیر، میدان وردګ، پکتیا او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې سیلابونو د لسګونو تنو ژوند اخیستی او ډیر تاوانونه یې هم اړولي دي او دا سیلابونه د کابل-جلال آباد لویې لارې د تړل کیدو لامل هم شوی دی.

له بلې خوا ولسمشرغني د پروان ولایت سیلاب ځپلو ته د بیړنیو مرستو د استولو غوښتنه کړې ده او ښاغلی غني دولتي بنسټونو ته سپارښتنه کړې ترڅو د دې طبیعي پیښې زیانونه وڅیړي ترڅو منفي اغیزې یې په ښه توګه مدیریت شي.

په چاریکار کې د سختونو بارانونو وریدو او سیلابونو بهیدو له کبله نږدې سلو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې سل نور هم ټپیان شوي دي.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا په دې پیښه کې په سل هاو استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.