د ژمي یخنۍ په شمال ختیځ کې د دې کورنیو لپاره ژوند ور تریخ کړی دی.
دا کورنۍ چې شمیر یې څه باندې شل زرو ته رسیږي وایې،دوی په بلخ کې په بد حالت کې ژوند تیروي،او ورسره شوې مرستې بسنه نه کوي.
د بلخ د کډوالو او بیځایه شویو چارو ریاست وایې چې دا بيځایه شوې کورنۍ له شمال او شمال ختیځو ولایتونو څخه بلخ ولایت ته راغلې دي.
د دې ریاست پازوال دې کورنیو ته د ژمنیو مرستو له پیله خبر ورکوي.
د جګړو دوام،طبیعي پیښې او پرلپسي وچکالۍ،د کورنیو بیځایه شویو له اصلي لاملونو څخه شمیرل کیږي چې ډيری دا کورنۍ اوس مهال د ژوندانه په بد وضعیت کې شپې او ورځې تیروي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي