په تیرې یوې میاشت کې د هیواد د شمال په نا امنو برخو کې څه د پاسه ۲۳۰ طالبان وژل شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په فاریاب،بلخ،جوزجان،سرپل او سمنگان ولایتونو کې د خپلو عملیاتو یوه میاشتنیو پایلو راپور وړاندې کړ چې پر بنسټ چې پر بنسټ یې،د هیواد د شمال په نا امنو برخو کې د طالبانو د څلورو ولسوالانو او ۲۳ سرګروپانو په ګډون د دې ډلې ۲۳۳ غړي وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د طالبانو د ۳۲ قوماندانانو په ګډون د دې ډلې ۱۴۷ غړي ټپیان شوي او ۳۷ تنه یې هم امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
په دې راپور کې همدا شان راغلي دي چې څه باندې ۵۰ بیلابیل ډوله وسلې او ۷۴ موټران هم د امنیتي ځواکونو لاسته لویدلي دي او د دې ډلې څو پټن ځایونه هم لمنځه وړل شوي دي.