1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د هیواد په نا امنو برخو کې څه د پاسه ۷۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي

Afghan-Army-in-Takhar
02 Jan 2020

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په نا امنو برخو کې له ۷۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې امنیتي ځواکونو ۲۲ ځمکني عملیات او ۲۲ هوایې بریدونه د هیواد په نا امنو برخو کې په لاره اچولي چې د دې عملیاتو په پایله کې ۷۲ وسله وال طالبان وژل شوي ۲۹ ټپیان دي او ۱۳ شکمن کسان هم ژوندي نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د دې ډلې څو پټن ځایونه هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له بلي خوا دې وزارت په هرات ولایت کې د طالبانو د پټڼ ځایونو موخه ګرځولو څو تازه انځورونه هم خپاره کړي دي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې هوایې بریدونو کې،امنیتي ځواکونو په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د طالبانو څو پټن ځایونه موخه ګرځولي چې په پایله کې یې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي ا و دوه نور ټپیان دي.

وړاندې له دې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د دې ولایت په نا امنو برخو کې د طوفان هریرود عملیاتو له پیله خبر ورکړی وو.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي