1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د هیواد په پنځو ولایتونو کې د یوه غله وژل کیدل او ۱۹ نورو نیونه

c810fa32-c66c-4f8a-bbe8-c485000e0e60
26 Oct 2020

د هیواد په پنځو ولایتونو کې ۱۹ وسله وال غله د سړي تښتونې او وژنې په تړاو نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې له دې منځه درې تنه په خوست ولایت کې د یوه ماشوم د تښتونې،څلور تنه په غزني ولایت کې د یوه موټر د غلا په تړاو او دوه حرفوي غله هم د چاریکار ښار له درییمې ناحیې څخه نیول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې یو وسله وال غل په هرات ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی او درې نور هم د امنیتي ځواکونو له لوري د هرات ښار ۷ مې ناحیې په اړوندو سیمو کې نیول شوي دي او همدا راز یو بل کس هم په پروان ولایت کې له یوشمیر چاودیدونکو توکو سره نیول شوی دی.

په همدې حال کې د فاریاب د پولیس مشرۍ ویاند کریم یورش وایي چې د وسله والو غلو یوه ډله یې چې ښځې هم په کې شاملې دي او له یوې میاشتې را په دې خوا د پولیسو تر څار لاندې وو تیره ورځ د سرو زرو د یوه سیټ دسبند د غلا کولو پر مهال په میمنې ښار کې نیول شوي دي.

ښاغلی یورش ټینګار کوي چې د دې کسانو دوسیې د لا ډيرو څیړلو لپاره عدلي او قضایي بنسټونو ته استول کیږي.