د هیواد په ۳۳ ولایتونو کې د رای ورکونکو د نوملیکنې د پیاوړتیا بهیر نن پیل شو.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې نن د(جون ۹مه) د افغانستان د ۳۳ولایتونو د رای وکونکو د نوملیکنې د پیاوړتیا بهیر پیل شوی دی.
په دې بهیر کې هغه کسان شامل دي چې تیر کال له نوملیکنې پاتي وي او یا هم ۱۸ کلنۍ ته رسیدلي وي او یا هم هغه کډوال وي چې بیرته هیواد ته راستانه شوي دي.
د ټاکنو دخپلواک کمېسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمان ننگ مخکې له دې اعلان وکړ چې د نوملیکنې اتیا سلنه توکې ولایتونو ته لیږدول شوي دي.
ولسمشریزې ټاکنې د (تلې په ۶ مه) نېټه ترسره کیږي د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې هم تر نا څنډ مهاله ځنډیدلي دي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي