د اطلاعات او فرهنګ وزارت د هیواد په ۷ ولایتونو کې د ۱۲ لرغونو ځایونو له بیا رغونې خبر ورکوي.
د هیواد دا لرغونې ودانۍ چې ۱۲۲ میلیونه افغانۍ ارزښت لري د پراختیا ملي شرکت اجرایي مشر او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت واکپال تر منځ یوه تړون له مخې به بیا ورغول شي.
په دې تړون کې،په سمنګان ولایت کې تخت رستم،په نیمروز کې قلعه چګني،د کندز په امام صاحب بندر کې د حاجي شهید جومات،قلعه بست،د هلمند د شهیدانو زیارت او څور نورو ځاینونو بیا رغونه شامله ده.
د دې ترڅنګ د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د محمدغازي د قبر بیا رغونه،د هرات ولایت د مزادخان حوض بیا رغونه،د کابل ښار اوومه ناحیه کې د باغ قلعه فتوح جومات بیا رغونه او د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې د شهبازخان مدرسې بیا رغونه هم په دې پروژه کې شامله ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت واکپال محمدطاهر زهیر وایي د هیواد په ډیریو ولایتونو کې لرغوني ځایونه د لمنځه تلو له خطر سره مخ دي او اړتیا ده ترڅو ورته رسیدنه وشي.