د وسله والو غلو له لوري د یوه کس وژل کیدل

یو کس په کابل کې د وسله والو غلو له لوري ووژل شو. د کابل پولیس وايي چې وسله والو غلو د ۱۶ مې ناحیې په اړوند زاړه مکروریان سیمه کې یو کس وژلی او له سیمې تښتیدلي دي. د پولیسو وینا د دې پيښې د عاملینو د نیولو لپاره هڅې پیل شوې دي.