د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو ټاکنیز کمپاینونه نن د (جولای په ۲۸ مه) د ۱۸ ټاکنیزو ډلو ترمنځ پيل شول.
ولسمشرغني د دې بهیر له پیل سره،له امنیتي او دفاعیې ځواکونو وغوښتل ترڅو د ټاکنیزو کمپاینونو د بهیر او همدا شان د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو لپاره امنیتي تابیاوې ونیسی.
ولسمشر همدا شان ټینګار کړی دی چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نباید ولسي کسانو ته زیان ورسیږي.
له بلې خوا ټاکنیزو شکایتونو ته رسیدنې کمېسیون له ټاکنیزو ډلو غواړي ترڅو د کمپاینونو پر مهال قانوني مکلفیتونو ته غاړه کیږدي.
په همدې حال کې پر ټاکنو یو شمیر څارونکي بنسټونه له ټاکنیزو کمېسیونونو غواړي ترڅو د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د کمپاینونو لړۍ تر څار لاندې ولري.
آروز خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي