وړاندې له دې د ټاکنیزو لانجو له کبله،د هیواد په ۲۷ ولایتونو کې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې په ګډون د یوشمیر ټاکنیزو ډلو د څارونکو له حضور پرته د رایو بیا شمیرنه ترسره شوه او په ۷ ولایتونو کې بیا دا بهیر دریدلی وو.
له یوې نۍ ورځې را په دې خوا ټاکنیزو شکایتونو ته رسیدنې کمېسیون په منځګړیتوب ،د ۷ ولایتونو د رایو بیا شمیرنه چې دریدلې وه بیرته پیل شوه.
که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایې په دې ۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمیرنې په پایته رسیدلو سره به د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.
خو د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله بیا وایې چې د دې لپاره چې په ۲۷ ولایتونو کې د دوی د څارونکو له حضور پرته د رایو بیا شمیرنه ترسره شوې،اړتیا ده ترڅو د دې بهیر روڼتیا لپاره دا بهیر یو ځل بیا ترسره شي او وروسته بیا پایلې اعلان شي.
دا غوښتنې د ټاکنیزو بنسټونو له غبرګونونو سره مخ شوې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا غوښتنه له مهاله تیره بولي او ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدنې کمېسیون هم هغه تر یوې کچې کړکیچ زیږونکې بللې ده.
له دې ټولو سره،د ټاکنو خپلواک کمېسیون خوښ بیني کړې ده چې تر دو راتلونکو ورځو به د رایو بیا شمیرنه بشپړه او د تلې شپږمې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.