1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې

iec
22 Dec 2019

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې نن یوه نۍ(د مرغومي/ډسمبر ۲۲مه)اعلان کړه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني په یوې خبري ناسته کې چې په ژوندۍ بڼه له ټلویزیویونو خپریده اعلان وکړ چې محمداشرف غني د ۵۰ /۶۴ سلنې رایو په تر لاسه کولو سره په لومړۍ رده بندۍ کې راغلی دی.

د کمېسیون د اعلان پربنسټ،عبدالله عبدالله دویم او ګلبدین حکمتیار هم درېم ځای خپل کړی دی.

خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې په یوې اعلامیې سره  د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان اړوند غبرګون ښودلی دی او ویلي دي چې کمېسیون د ثبات او همپالنې او همدا شان نورو ټاکنیزو ډلو قانوني او تخنیکي اعتراضونو او غوښتنو ته له رسیدنې پرته د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي دي.

له بلې خوا افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان څخه هرکلی کړی دی.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي